په استرالیا کې یو افغان وګړی د افراطي او تاوتریخوالي ډکو ویډیوګانو د ساتلو له امله نیول شوی

Oplus_131072

اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی په خپل ګرځنده ټیلیفون کې د افراطي او تاوتریخوالي ډکې ویډیوګانو، لکه د ډله‌ییزو ډزو او یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو د صحنو، د ساتلو له امله نیول شوی دی.

د «ABC» شبکې د راپور له مخې، نیول شوی کس ۳۰ کلن محمد احمدزی دی چې افغانستان ته د سفر پر مهال د شنبې په ورځ، د وږي په ۲۱مه، د ملبورن له هوايي ډګر څخه نیول شوی دی.

د راپور له مخې، پلټونکو د هغه له ګرځنده ټیلیفون څخه افراطي او تاوتریخوالی لرونکي مطالب موندلي دي، چې په کې داسې ویډیوګانې هم شاملې دي چې د ډله‌ییزو ډزو او د یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو صحنې ښيي.

د استرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې احمدزی له نورو کسانو سره د یوه ګروپي چټ غړی و او په دغه ګروپ کې افراطي او تاوتریخوالی لرونکي مطالب شریکېدل.

محمد احمدزی اوس د استرالیا د ویکټوریا ایالت په مرکز ملبورن کې د ښار په شمالي برخه کې ژوند کوي.

هغه د نیول کېدو پر مهال امنیتي چارواکو ته ویلي چې غوښتل یې افغانستان ته د خپل پلار د لیدو لپاره سفر وکړي.

محمد احمدزي په لومړي سر کې د هوايي ډګر د سرحدي ساتونکو له خوا د خپل ګرځنده ټیلیفون له پلټنې سره مخالفت کړی و. هغه اوس د «افراطي او تاوتریخوالي ډکو مطالبو د ساتلو» او «پولیسو ته د یوه برېښنايي وسیلې د لاسرسي د نه ورکولو» په تور نیول شوی دی.

احمدزي د یکشنبې په ماسپښین د ویډیو له لارې د ملبورن په ابتدايي محکمه کې محاکمې ته حاضر شو.

احمدزي د ضمانت غوښتنه کړې وه څو په موقتي توګه خوشې شي، خو قاضي له دې غوښتنې سره موافقه ونه کړه، څو نوموړی له هېواده د وتلو فرصت پیدا نه کړي.

ټاکل شوې چې د هغه قضیه د لا زیاتو څېړنو لپاره سبا، سه‌شنبه د سنبلې په ۲۴مه، یو ځل بیا په محکمه کې وڅېړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته