د بریتانیا پولیسو ویلي چې هغه پنځه تورن کسان، چې د «فرفورډ» هوايي اډې ته څېرمه نیول شوي؛ هغه اډه چې امریکا یې د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره کاروي، ټول د بریتانیا اتباع دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د بریتانیا پولیسو نن (دوشنبه، د تلې ۶مه) وویل چې ټول تورن کسان د شلو کلونو په منځنیو عمرونو کې دي او په لندن کې اوسېږي.
د بریتانیا پولیسو پرون ویلي وو چې د فرفورډ هوايي اډې په شاوخوا کې یوه جدي امنیتي پېښه رامنځته شوې او پنځه نارینه کسان نیول شوي دي.
د بریتانیا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ویلي چې اوس مهال د نیول شویو کسانو د فعالیتونو بشپړ جزئیات، د هغوی د معلوماتو کچه او هر هغه احتمالي انګېزه څېړي چې ښايي د دې پېښې تر شا وي.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي چې د دې برید/پېښې د انګېزې په اړه له اټکلونو خبر دي؛ خو غوښتنه یې کړې چې دوی ته اړین وخت او زمینه ورکړل شي، څو خپلې چارې په دقت او روڼتیا سره پر مخ یوسي.
بيبيسي لیکلي چې بریتانیايي پولیسو دغه کسان د چاودېدونکو توکو د قانون له مخې د جرمونو د ترسره کولو او همدارنګه د یوه ترهګریز اقدام د چمتو کولو په شک نیولي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، «یوه ځايي بزګر د یکشنبې په سهار وختي د دې اډې په شاوخوا کې یوه ډله نقابواغوستي او خولۍ پر سر کسانو ولیدل، چې د درېیو سپینو وېنونو په وسیله یې سړک تړلی و، او له پولیسو سره یې اړیکه ونیوله.»
د بریتانیا دفاع وزیر وس سټریټینګ له بيبيسي سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران په دې پېښه کې لاس درلود، ویلي: «اوس مهال دا سمه نه ده چې د دغو کسانو د انګېزې په اړه اټکل وکړو.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دې پېښې په اړه خبریالانو ته وویل چې هغه کسان چې د فرفورډ هوايي اډې ته څېرمه نیول شوي، «د درنو زیانونو د اړولو نیت یې درلود.»
هغه زیاته کړه: «موږ هغوی تر څارنې لاندې نیولي وو. هغوی غوښتل زموږ اډې ته لوی زیان ورسوي او له بریتانیايي لوري سره همکاري ډېره ښه وه… موږ له بېلابېلو ادارو سره همکاري وکړه. موږ هغوی له ډېرې مودې راهیسې تر څارنې لاندې نیولي وو او بالاخره مو ونیول… ډېره ښه وه. له بریتانیا سره همکاري؛ ډېر ښه کار ترسره شو.»
د فرفورډ پوځي اډه د انګلستان په سوېل لوېدیځ کې د امریکا لپاره په اروپا کې د خپلو درنو بمبارکو الوتکو یوازینی عملیاتي مرکز دی. امریکا له دې اډې څخه د ایران پر وړاندې په جګړه کې د خپلو عملیاتو لپاره کار اخیستی دی.
د بيبيسي د راپور له مخې، دغه اډه د سړې جګړې پر مهال او وروسته د ۱۹۹۱ کال په لومړۍ خلیجي جګړه کې د امریکا د هوايي ځواک د ستراتیژیکې قوماندانۍ تر کنټرول لاندې وه.
د امریکا د هوايي ځواک بي-۵۲ بمبارکو الوتکو هم په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د بریدونو پر مهال له فرفورډ هوايي اډې څخه الوتنې کړې وې.
