د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ایران ته یې د ۶۰ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نغدې پیسې د سرحدي پولیسو له خوا د هرات د اسلامکلا بندر کې کشف او ضبط شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو پیسو د قاچاق په تړاو یو کس، چې اصلي استوګنځی یې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې دی، نیول شوی او ټاکل شوې دوسیه یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
طالبانو له هېواده د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر ایستلو سخت محدودیتونه لګولي او په تېرو پنځو کلونو کې یې څو ځله ایران ته د قاچاق کېدونکو پیسو د نیولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روان لمریز کال د تلې میاشتې په څلورمه هم ایران ته د قاچاق پر مهال د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو د نیولو خبر ورکړی و.
د قاچاقي اسعارو تر ټولو لویه هغه محموله چې د نیول کېدو خبر یې رسنیز شوی، د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړم میاشت کې نیول شوې وه. په دې محموله کې ۴.۵ میلیونه یورو، ۱.۵ میلیونه سعودي ریال او ۱۵۰ زره امریکايي ډالر په یوه ټکسي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کشف او ضبط شول.
