د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو محدودیتونو نه یوازې په بشري مرستو کې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون، بلکې روغتیايي توکو په ګډون اړینو خدمتونو او مرستو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي هم منفي اغېز کړی دی.
اوچا په خپل تازه راپور کې دغه محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې یې د بشري اړتیاوو د پوره کولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د روان کال په اکټوبر میاشت کې یې بشري مرستو ته د لاسرسي اړوند ۲۹ پېښې ثبت کړې دي، چې ۲۱ یې د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنې وې.
د اوچا په وینا، په دې موده کې د بشري مرستو پر کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو د تاوتریخوالي څلور پېښې، د پوځي عملیاتو او نښتو درې پېښې او د بشري اړتیاوو یا حقونو د پوره کولو د مخنیوي یوه پېښه هم ثبت شوې ده.
د راپور له مخې، ډېری پېښې د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې ثبت شوې دي او ورپسې په سوېلي او سوېلختیځو سیمو کې پېښې شوې دي. دغه راز، ۱۱ پېښې د جنسیت اړوندو موضوعاتو په ډله کې شاملې شوې دي.
اوچا ویلي، د بشري مرستو د فعالیتونو په پلي کولو کې له ۲۱ ثبت شویو لاسوهنو څخه څلور یې د بشري مرستو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو د ګډون له محدودیتونو سره تړاو درلود؛ درې پېښې د هوکړهلیکونو په لاسلیک کې ځنډ او ستونزو، څلور د پروګرامونو په پلي کولو کې لاسوهنې او درې نورې د کارکوونکو یا مرستو ترلاسه کوونکو په اړه د حساسو معلوماتو غوښتلو پورې تړلې وې. دوو پېښو هم خدمتونو او مرستو ته د ښځو پر لاسرسي اغېز کړی و.
د دې ادارې د راپور له مخې، په نورو ثبت شویو محدودیتونو کې د ساحوي فعالیتونو پر وړاندې فشارونه، له دفترونو څخه ناڅاپي لیدنې، د ځمکو او جوازونو پر سر اختلافونه، د ولایتونو ترمنځ د بشري مرستو د لېږد محدودیتونه او د پروژو په طرحه کې د لاسوهنې هڅې شاملې دي.
اوچا زیاته کړې، چې د جنسیت اړوند ۱۱ پېښو کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو محدودول، د معیشتي فعالیتونو په برخه کې د ښځو پر ګډون بندیزونه او روغتیايي او د انساني کرامت د ساتنې اړینو توکو ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې خنډونه شامل دي.
د دې ادارې په وینا، په یو شمېر مواردو کې دغو محدودیتونو د ښوونیزو، روغتیايي، روزنیزو او نورو بشري فعالیتونو بهیر ګډوډ کړی دی.
اوچا خبرداری ورکړی، چې دا ډول محدودیتونه د دې خطر زیاتوي، چې ښځې او نجونې به اړینو خدمتونو ته لا محدود لاسرسی ولري او بشري مرستندویه ادارې به ونه شي کړای، چې د کلتوري شرایطو په پام کې نیولو سره اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې وړاندې هم د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو د ګڼو لاسوهنو راپورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه مداخلې اړمنو کسانو ته د مرستندویه ادارو د لاسرسي مخه نیسي.
طالبانو تر اوسه د اوچا دې تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې په بشري چارو کې لاسوهنه رد کړې او ویلي یې دي، چې د مرستو د وېش بهیر څاري.
