په بامیانو کې سرچینې وايي، د یونیسکو له خبرداریو سره سره، په وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت په تاریخي سیمو او د لرغونو اثارو په حریم کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو جوړولو چارې زیاتې شوې دي. د سرچینو په وینا، دغه ودانیزې چارې د طالبانو د سیمهییزو چارواکو په ملاتړ ترسره کېږي.
سرچینې زیاتوي، چې د روان لمریز کال له پیله د بودا مجسمو ته نږدې په «قلعه غمي» سیمه کې د ودانیزو چارو بهیر پیل شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دغو سیمو کې ودانیزې چارې به د تاریخي سیمو لرغونی جوړښت بدل کړي.
سرچینې ادعا کوي، چې په بامیانو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید مصطفی صالح او د دغه ډلې ښاروال قاري یاسر له هغو کسانو سره همکاري کوي، چې د لرغونو اثارو ته نږدې ودانۍ جوړوي.
د طالبانو په منځ کې ځینې سرچینې ادعا کوي، چې په بامیانو کې د دغه ډلې د صنعت او سوداګرۍ رییس نورزی امینزاده هم د دغو ودانیزو چارو د یوې برخې تر شا دی.
د سرچینو په وینا، نوموړي له خپل یوه خپلوان سره په ګډه د «تولواره» په سیمه کې، د بودا مجسمو او د بامیانو موزیم ته یوازې څو قدمه واټن کې، یو لوی سوداګریز سرای جوړ کړی دی. د سرچینو په باور، دې کار د دغو دوو تاریخي اثارو پر منظرهییز ارزښت منفي اغېز کړی دی.
سرچینې د طالبانو د بامیانو والي ګلحیدر شفق هم تورنوي، چې د دغه ډلې د لوړپوړو چارواکو په هڅولو سره یې د تاریخي سیمو د حریم په اړه د پالیسیو د بدلون زمینه برابره کړې ده.
د سرچینو په وینا، شفق د دغو ودانیزو چارو د توجیه لپاره د کلتوري میراثونو سرې او شنې سیمې د پخواني حکومت میراث بولي او ادعا کوي، چې جمهوري حکومت په قصدي توګه د خلکو د اقتصادي فعالیتونو مخه نیوله.
سرچینې وايي، قاري ګلحیدر شفق په همدې استدلالونو د طالبانو د لومړي وزیر موافقه ترلاسه کړې، څو د بامیانو د زوړ بازار پروژه بېرته پیل کړي.
طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه د بودا مجسمې لوېدیځې طاق ته نږدې د زوړ بازار د جوړولو چارې پیل کړې وې؛ خو د نړیوالو بنسټونو له اعتراضونو او خبرداریو او د یونیسکو له مخالفت وروسته دغه پروژه ودرول شوه.
یونیسکو هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې د لرغونپېژندنې سیمې په زړه کې د دغې پروژې پلي کول ښايي د بامیانو د نړیوال میراث د ساتنې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
د دغې پروژې په اړه اندېښنې یوازې د بودا مجسمو ته د هغې نږدېوالي پورې محدودې نه دي؛ ځکه د کارپوهانو په وینا، د زوړ بازار موقعیت د لرغونپېژندنې له پلوه په یوه ډېره حساسو سیمه کې دی او احتمال شته، چې د پخوانیو ودانیو لاندې تاریخي اثار او پاتې شوني ښخ وي.
د یونیسکو تازه خبرداري او د طالبانو له والي سره لیدنه
په بامیانو کې د ودانیزو چارو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۵مه د یونیسکو د یوه تخنیکي پلاوي او د طالبانو د بامیانو والي قاري ګلحیدر شفق د لیدنې راپور خپور شو.
راپورونه وايي، چې په افغانستان کې د یونیسکو د تخنیکي پلاوي غړې سارا ضیایي او د ایټالیا د فلورانس پوهنتون استاد منفرد هینتز په دغه لیدنه کې د یونیسکو تر پوښښ لاندې د تاریخي او لرغونپېژندنې اثارو د ساتنې او پالنې په اړه خبرې کړې دي.
منفرد هینتز په دې غونډه کې د بامیانو د تاریخي او لرغونپېژندنې اثارو په اړه د طالبانو چارواکو ته معلومات ورکړي او د دغو سیمو د ویجاړېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د بامیانو د کلتوري منظرې د ساتنې او دوامدار پرمختګ پروژه بشپړه شوې ده. د دغه وزارت په وینا، پروژه د ایټالیا په مالي ملاتړ، د دغه هېواد د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې او د فلورانس پوهنتون په همکارۍ پلې شوې ده.
دغه وزارت ویلي، چې د پروژې فعالیتونه په هرات او بامیانو ښارونو کې پر ښاري پلان جوړونې، د کلتوري میراثونو پر مدیریت او د هغو پر پیاوړتیا متمرکز وو.
بامیان د یونیسکو د نړیوال میراثونو په نوملړ کې د یوې ثبت شوې لرغونې سیمې کوربه دی.
طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۱ کال کې د بودا هغه سترې مجسمې ونړولې، چې د «صلصال» او «شمامه» په نومونو یادېدې او په شپږمه میلادي پېړۍ کې جوړې شوې وې.
د طالبانو د بامیانو پخواني والي عبدالله سرحدي هم په دې وروستیو کې اعتراف کړی، چې د دغه ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د بودا تاریخي مجسمې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې وې.
د بودا د مجسمو نړول، چې د یونیسکو د نړیوال میراثونو په نوملړ کې ثبت وې، هغه مهال په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه راوپارول.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان پخواني حکومت او یونیسکو څو ځله د دغو مجسمو د بیارغونې هڅې وکړې؛ خو یونیسکو په پای کې پرېکړه وکړه، چې د مجسمو د پاتې شونو د کافي خاورینو ټوټو د نشتوالي له امله به یې بېرته نه رغوي.
