د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو د ډیموکراټانو له بریا وروسته ایران لا تهاجمي دریځ خپل کړی او په تېره یوه اوونۍ کې یې تر ټول تېر یوه کال ډېر توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.
ټرمپ د یکشنبې په شپه (د لیندۍ لومړۍ نېټه) په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې یې د دغه وضعیت وړاندوینه کړې وه.
هغه د هغو معترضانو د وژل شویو شمېر چې د ایران حکومت ته یې منسوبوي، په خپل وروستي پیغام کې ۸۱ زره تنه ښودلی دی. نوموړي مخکې دغه شمېر ۳۲ زره، ۴۲ زره، ۵۲ زره او وروسته ۷۵ زره اعلان کړی و.
ټرمپ لیکلي: «لکه څنګه چې ټولو ته په یاد دي، ما د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په اړه دوه وړاندوینې کړې وې. لومړی دا چې که ډیموکراټان بریالي شي، د ونډو بازار به په څرګند ډول راولوېږي، چې همداسې وشول. دویم دا چې د ایران اسلامي جمهوریت، چې تر اوسه یې ۸۱ زره معترضان وژلي دي، په خپلو بریدونو کې به لا تهاجمي چلند غوره کړي، چې دا هم پېښ شول.»
هغه زیاته کړې: «ایران په تېره یوه اوونۍ کې د تېرو څه باندې یو کال په پرتله ډېرې بېپیلوټه الوتکې او توغندي توغولي دي.»
خو د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ایران ټول توغول شوي توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې شوې او خپلو موخو ته نه دي رسېدلې.
نوموړي ویلي: «اندېښنه مه کوئ، ټول یې شنډ شوي او هېڅ زیان یې نه دی اړولی.»
ډونالډ ټرمپ همدارنګه ویلي چې ایران هڅه کړې د تېلو بیې تر ممکنه حده لوړې وساتي، خو د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د تېلو بیې په بېساري ډول راټیټې شوې دي.
بلخوا، ایران په وروستیو اوونیو کې د څو امریکايي بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو او د بحرین په پوځي اډو د بریدونو خبر ورکړی دی.
ایران وايي، دغه اقدامات دفاعي بڼه لري او د امریکا د هوايي بریدونو په ځواب کې یې ترسره کړي دي.
