د کندهار د ارګ په بازار کې د یو کتاب پلورنځي مسوول خوشال وايي، پر خواله رسنيو د ځوانانو زیاته بوختیا او د کتاب نه لوستل د کتاب پلورونکو کاروبار خراب کړی دی.
د طالبانو استخبارات په بېلابېلو ځايونو کې د خلکو د څار او کنټرول لپاره تر ډېره حده هغه افراد ګماري چې په هلته په دوامداره توګه حضور او هر وخت لاسرسی ولري. دا افراد له هر قشر څخه کېدلای شي.
یو شمیر ځوانان چې د قانوني لارو نه موندلو له امله یې په قاچاقي لارو تګ ته زړه ښه کړی، وایي هیواد کې فقر، بې کاري او د طالبانو محدودیتونو اړ ویستي چې په مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي.
ځينې سیاحتي شرکتونه هم د پاکستان د ویزې د اخیستو پر ټکني بهیر د نیوکې ترڅنګ وايي، دغه ویزې په تور بازار کې پر لوړه بیه پلورل کېږي او دوی مجبور دي د خپلو مشتریانو لپاره یې په ګرانه بیه راونیسي.
سیلانیان که څه هم د طبیعي ښکلاوو او منظرو له خوند ماړه نه دي، خو زیاتوي چې د سیاحت په سیمو کې یو شمېر شته ستونزو د دوی د چکر مزه خرابه کړې.
د خوست ولایت په مرکز او اړونده ولسوالیو کې سلګونه دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت لري، او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ چې د ۷۰ په تعداد ښوونځیو ته لاهم ودانۍ نه دي جوړې شوي.
یو شمیر ځوانان چې دولتي بستونو ته یې ازموینې ورکړي، وایي چې د مسلکي بست لپاره د مسلکي پوښتنو پرځای د دیني برخې پوښتنې راوړل کېږي، چې له امله یې زیات شمیر ځوانان له دندو پاتې شوي.
د لوګر اوسیدونکي د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د مرکز سربېره د لېرې پرتو ولسواليو له درملتونونو هم څارنه وکړي.
د ارزګان د اوسيدونکو په وينا، که دوی ته د اغاجان بند په اساسي ډول ورغول شي دوی او راتلونکي نسلونه به يې د وچکالۍ څخه خلاص او ژوند به يې ښه شي
په پکتیکا ولایت کې کلتوري ستونزې هم له هغو لاملونو څخه دي، چې د ولادت پرمهال یې د مېندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.