د امريکا د مذهبي ازاديو کميسيون ويلي، سره له دې چې طالبان هڅه کوي خپل ځانونه «منځلاري» وښيي، خو له اسلامه يې خپل ځانګړی تفسير تحميل کړی چې په هدفي توګه د ښځو، مذهبي او قومي اقليتونو حقونه تضعيفوي.
د افغانستان د ښځو پارلماني او رهبرۍ شبکې زياته کړې، چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سيسټماټيک نقض دوی منزوي کړي او که دا بهير دوام پیدا کړي نو په نږدې راتلونکي کې به «د افغانستان د هيڅ ښځې اواز لوړ نشي او په افغانستان کې به له ښځې سره ليدل او خبرې کول ناشوني وي».
په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان د دوحې هوکړهليک له مخې واک ته رسیدلي په دې مهال کې يې د خپلو ژمنو بر خلاف د ښځو پر خلاف زياتې سپارښتنې او محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.
اوچا ويلي، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ګډون لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو په افغانستان کې د خونديتوب بحران نور هم زيات کړی دی.
يوناما ويلي، چې د طالبانو پوليس د ښځو پر سفر د محدوديتونو د تطبيق په هڅه کې د می مياشتې پر لومړۍ نېټه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د يوې نړيوالې موسېسې دوې ښځينه کارمندانې له محرم پرته د سفر کولو په تور ونيولې.
د طالبانو پر واکمنۍ دوه کاله اوړي. د دوو کلونو له تېرېدو سره-سره، دا رژيم د هيڅ هيواد له لوري...
معترضو په دې پرېکړهليک کې غوښتنه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره دې مالي مرستې قطع شي، د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه ليک دې لغوه شي، له طالبانو سره دي تعامل نه کېږي او دا ډله دې په رسميت نه پېژندل کېږي.
اطلاعات روز: د «سيويکوس» په نوم د مدني ټولنې نړيوال اتحاد وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان...
د بښنې د نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي وايي، چې کورنۍ د طالبانو د مجازاتو له وېرې او له شکنجې د خلاصون په خاطر په هره بيه هڅه کوي چې د ښځو د اعتراض مخه ونيسي. کورنيو پر ښځو بنديزونه لګولي او تر طالبانو یې په سخت ډول عملي کوي.
په ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زینب وایي، له یو نیم کال ډیر وخت کیږي چې له زده کړو بې برخې شوې او لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.