اطلاعات روز: طالبانو د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې څلور کسان په عام محضر کې په درو وهلي...
کندهار کې د طالبانو د ترافيکو مديريت وايي، چې سږکال د لوی اختر د څلورو ورځو په جريان کې د دغه ولایت په ښار او ولسواليو کې ۱۰۵ ترافيکي پېښې رامنځته شوي دي.
په روانه اوونۍ کې دا دویم کس دی چې په ننګرهار کې ځان وژنه کوي، له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې هم یو کس ځان د ټوپک په ډزو وژلی و.
نموړی زیاتوي، د اوبو د ذخيره کولو پردې بند نږدې اتیا زره امريکايي ډالره لګښت راغلی و او ټولې چارې يې د زابل د زراعت رياست تر چتر لاندې د DRC موسېسې له لوري پرمخ وړل کېدې.
د زابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې يوازې ۸۰ هغه کورنۍ شتون لري چې له نورو ولايتونو څخه کډوالې شوي او دوی ورسره مرستې کړي.
په دې ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مسوولین وایي، چې دغه پېښه پرون (جمعه، ۲۰ د زمري) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د يوه «بای فور» موټر او موټرسايکل ترمنځ رامنځته شوې ده.
زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.
دوی په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو عاملینو ته د سزا غوښتنه کوله او ویل یې چې نړیواله دې پر سویډن سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.
زابل کې د طالبانو د ولایتي روغتون ډاکټر هلال پاچا وايي، دغه چاودنه تېره شپه (شنبه، ۷ د لړم) مرکز قلات ته څېرمه د کاکړانو کلی په «چينې» سيمه کې رامنځته شوې ده.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، د روغتون دغه ودانۍ نن (چهارشنبه، ۱۶ د وږي) د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.