د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي یو غړي چې ویې غوښتل نوم یې وا نه خیستل شي، اطلاعات روز سره خبرو کې وایي «خبرې اترې جدي مخته ځي، خو تراوسه د بحث اجنډا د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ شوې نه ده.»
د طالبانو ډلې ویاند محمد نعیم نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) پر خپل ټوېټر د دې ناستې چې پرون او نن وشوه، د دواړو خواوو ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې ځینو هوکړو ته رسېدلي دي.
له دې سربېره واشنګټن ته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله وروستي سفر کې امریکایي چارواکو ژمنه وکړه چې مالي او سیاسي مرستې به یې پراختیایي، د ښځو له حقونو، د اقلیتونو او د بشر له حقونو ملاتړ برخو کې دوام ولري او د سټراټېژیک شریک په توګه به د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ وي.
سیدمنصور سادات نادري دغه څرګندونې نن (پنج شنبه، ۲۸ د غبرګولي) ننګرهار کې د دولت وزارت له لوري ختیځ لپاره د یاد وزارت د دفتر په پرانستغونډه کې چې ولایتي چارواکو، مدني فعالانو او لسګونه ولسي خلکو ګډون کړی وو، وکړې.
د سولې خبرې اترې، د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې یو له اصلي محورونو جوړوو. محمدحنیف اتمر د سولې او امنیت ټینګښت په اړه ترکمنستان سره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی: «زموږ د خبرو اترو تر ټولو مهمه برخه به طبعآ د سولې او امنیت ټینګښت په اړه د دوو هېوادونو ګډه همکاري جوړوي.»
د ختیځو ولایتونو ګڼ شمیر قومي مشران، میرمنې او مدني فعالان نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د کابل سولې انستیتوت له خوا د افغان سولې په تړاو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه رابلل شوي وو.
خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.
د علماوو سراسري شورا نن (شنبه، ۱۱ د چنګاښ) کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې روانه جګړه په «ټوله مانا» ناروا او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره یې د هغې د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.
ولسي خلکو دغه څرګندونې نن (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) ننګرهار کې د سولې ملي کمپاین په پرانیستغونډه کې وکړې. دا کمپاین د دې ولایت د ځوانانو چارو امریت له لوري او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په همکارۍ "د جګړې ضد ملي کمپاین" په نوم پیل شو.
په داسې حال کې چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په ټولو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو حملې زیاتې شوي، جګړو زور اخیستی او د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، د ختیځ زون لسګونه دیني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډه کې اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله.