سرچينه ادعا کوي، چې د درې ساعتونو نښتې وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو شا تګ وکړ. د سرچینې په وينا، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوې دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، برید تېره شپه (سې شنبه، ۱۲ د تلې) ۱۲:۰۰ بجې د رستاق ولسوالۍ «کهنه بازار» سیمه کې د طالبانو پر یوې قرارګاه شوی دی.
پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو وژلي دي.
کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب اطلاعات روز ته وويل، چې ملا عبدالغفار محمدي هيڅ کومې جګړې ته ندی تللی بلکې ارزګان ولايت ته یې سفر کړی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کميسيون د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخند په امر جوړ شوى او مشري يې د کابل د والي مولوي ندا محمد نديم په غاړه ده.
فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
هغه انځورونه چې اطلاعات روز ورځپانې ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «مقاومت جبهې» د ټولو وژل شویو کسانو لاسونه تر شا تړلي او په سرونو او مخونو ویشتل شوي دي.
No More Content