د تخار دشت‌قلعه کې د طالبانو امنیې قومندانۍ پر ودانې د «مقاومت جبهې» برید

اطلاعات روز: د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د «مقاومت جبهې» ځواکونو په بريد کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه (جمعه، ۲۹ د تلې) شاوخوا ١١:۰۰ بجې ترسره شوى دى.

سرچينه ادعا کوي، چې د درې ساعتونو نښتې وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو شا تګ وکړ. د سرچینې په ​​وينا، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې هم ويجاړې شوې دي.

دغې سرچينې د «مقاومت جبهې» ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

طالبانو او د «مقاومت جبهې» تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې د بدخشان او تخار په ګډون د هېواد په شمال ختیځ کې د طالبانو پر پوستو د «مقاومت جبهې» د ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د «مقاومت جبهې» ځواکونو تر دې وړاندې د رستاق، کلفګان، چال و فرخار په ولسوالیو کې د طالبانو امنیې قومندانیو پر ودانیو بریدونه کړي وو.

په وروستیو ورځو کې د بدخشان په ځینو برخو کې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ نښتې روانې دي. په دغو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تېره ورځ د «مقاومت جبهې» یو قومندان له خپلو اوو کسانو سره تر نیول کیدو وروسته په ډزو وواژه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه