احمدي ویلي، چې د طالبانو اقدامات د لومړنيو بشري حقونو تروړنه ده چې د ده په وينا نړيواله ټولنه بايد په دې اړه عملي غبرګون وښيي.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، چې په بدخشان کې د دغې ډلې عملیات «د باغیانو د وروستۍ ځالې په له منځه وړلو سره پای ته ورسیدل».
پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو وژلي دي.
سرچينه د «مقاومت جبهې» د دې قومندان نوم پهلوان ياسين يادوي او وايي، چې نوموړی د تګاب ولسوالۍ په پجک کلي کې د جبهې له دوو نورو غړو سره په يوه کور کې پټ و.
هغه انځورونه چې اطلاعات روز ورځپانې ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «مقاومت جبهې» د ټولو وژل شویو کسانو لاسونه تر شا تړلي او په سرونو او مخونو ویشتل شوي دي.
فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
د طالبانو مخالفينو دا ډله د بشري حقونو په نقض تورنه کړې او ويلي يې دي چې په قطر کې د ملګرو ملتونو د غونډې په ګډون په نړيوالو غونډو کې د طالبانو په رابللو سره نه يوازې د افغانستان استازولي نه کېږي، بلکې هغوی ته جسارت ورکوي.
په اندراب کې د طالبانو پر خلاف د څه کم دوو وسله والو جبهو فعاليت تاييدېږي. د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» او د «ازادۍ جبهه» چې ويل کېږي پخواني لوی درستيز ياسين ضيا تاسيس کړې.
په پنجشېر کې يوه بل ديني عالم هم په دې غونډه کې ويلي، چې په اسلامي نظام کې بايد ټول خلک او قومونه شريک وي او اسلامي عدالت هم بايد پلي شي.
سره له دې چې د «مقاومت جبهې» د غړو له وژل کېدو يوه اوونۍ تېرېږي، خو طالبانو د هغوى خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې مړي یې له څاه راوباسي او ښخ یې کړي.