فايق همداراز ویلي: «په افغانستان کې د ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد بیا ګډون د حکومتولۍ داسې یو مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنسټ یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو اراده وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.»
رييسي ويلي: «د دوو ګاونډيو په حيث تر نورو زيات د افغانستان د درنو خلکو په اړه د مسووليت احساس کوو. په دې باور يو چې په افغانستان کې بايد داسې دولت جوړ شي چې د دې هيواد د ټولو قومونو، مذهبونو او خلکو استازيتوب وکړي او وکولای شي د خپل پرمختګ لپاره اوږدمهالي ګامونه واخلي.»
اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چې د «فرمټ مسکو» راتلونکې...
د مرکزي اسيا د هيوادونو مشرانو او اروپايي شورا د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو پر اهميت، بشري حقونو او د افغانستان ټولو وګړو اساسي ازادیو ته پر درناوي ټينګار کړی دی.
ايرنا ليکلي چې د ايران او هند د ملي امنيت د ادارو د ګډې اعلاميې په يوه بله برخه کې دواړو لورو په افغانستان کې د انساني او اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د چين، روسيې او ايران د استازو د نه ليدنې په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د نورو هيوادونو د اقداماتو په اړه خبرې نه کوي، خو د ده په وينا امريکا له مدني ټولنې سره تعامل رغنده ګڼي.
د «مسکو فرمټ» د پنځمې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې همدا راز له طالبانو غوښتل شوي چې د کډوالو د راستنولو زمينه دې برابره کړي او د افغانستان له خاورې دې د تروريزم د ګواښونو او نشهيي توکو د قاچاق په برخه کې دې له ګاونډيانو سره همکاري زياته کړي.
د شانګهای د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي، چې د دې سازمان غړي د افغانستان په ټولنه کې د شته ټولو قومي، مذهبي او سياسي ډلو د استازو په مشارکت سره په افغانستان کې د يوه ټول ګډونه حکومت جوړول ضروري ګڼي.
د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو هغه ټول لګېدلي بنديزونه لېرې کړي چې د تحصيل، کار او په عمومي ژوند کې د هغوی د ګډون مخه نيسي.