دغو مېرمنو نن (سهشنبه، ۲۶ د زمري) کابل کې لاریون کړی. په هغه وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، دغه مېرمنې په یوه غږ له طالبانو ګڼې غوښتنې کوي.
دغه معترضې مېرمن وايي، دوی اراده درلوده چې خپل غږ تر نړیوالو ورسوي. خو په ورته وخت کې دوی زیاتوي، چې نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو بنسټونه افغان میرمنو ته هیڅ پام نه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو پر کړاوونو سترګې پټې نه کړي
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې طالبانو هغه بنسټونه هم له منځه وړي چې د پخواني حکومت پر مهال یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي کوله.
هغه ښځې چې په دغه خياطۍ مرکز کې په کار بوختې دي وایي، د نارينه و لپاره يې د کارکولو زمينه نه ده برابره نو ځکه دوی اړې دي ترڅو کار وکړي او خپلې اقتصادي ستونزې له دې درکه حل کړي.
کرن ډیګر په یوه ټویټ کې لیکلي: «هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره خبرې کوي افغانستان ته ګواښ نه پېښوي، خو خپلسری توقیف ثبات ته زیان رسوي او یقینا دا سولییزه کړنه نه ده.»
هغې نن سهار (یکشنبه،۷ د وري) په یو ټویټ کې لیکلي، ملګري ملتونه له حکومتونو سره کار کوي چې د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.
د دغه عیدګاه جومات د جوړیدو چارې د WFP په مالي ملاتړ او د کندهار ښاروالۍ او OHW موسېسې په تخنیکي همکارۍ د څلورو میاشتو په موده کې پای ته ورسیدې.
طالبانو د تازه محدودیتونو په لړ کې د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې له تفریحي پارکونو، سپورټي کلبونو او عمومي حمامونو ته له تګ منع کړې دي.
وېسټ ليکي، چې له شهرزاد اکبر سره يې په ليدنه کې د ښځو، نجونو او د لږکيو د حقونو د نقض او په افغانستان کې په ملي کچه د خبرو په اړتیا خبرې اترې کړې دي.
رینا امیري وایي، چې طالبانو یو کال وړاندې د افغانستان دخپلواکو مدافع وکیلانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیت د ګډون یوه ښه بیلګه وه.