«سږکال په ارزګان ولايت کې پر ۲۷۱۵۰ هکټاره ځمکه باندي غنم کرل شوي دي چې ۹۲ زره ټنه غنم به ورڅخه ترلاسه شي د کرهنې او مالدارۍ رياست په ارزګان ولايت کې وخت پر وخت کروندګرو ته د غنمو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو په هدف روزنه ورکوي ترڅو موږ تردي هم ښه حاصلات ترلاسه کړو.»
زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.
جنرال ثمر سادات وايي په ښارونو کې د طالبانو نظامي لباس نه شتون عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی اودوی هیڅ نظاميان نه ښکاري، که طالبان غواړي حکومت وکړي باید خپل نظامیان منظم کړي.
حاجي شمس الله د ارزګان اوسیدونکی وایي، زموږ کورونه په تيرو جګړو کې خراب شول يوشمير يې خلکو بیرته جوړ کړل خو ډير نور خلک يې بیا د جوړولو توان نه لري په کار ده چې زموږ د خلکو سره مرستې وشي
د رازیه په نوم یوه میرمن وایي موږ په تيرو وختونو کې دغه لاسي غاړې او ګنډونه جوړول بیا به مو په ښار کې پلورل خوکله چې سياسي بدلون راغلی دی زموږ دغه لاسي توليد ټول پر کور پاتې دي
جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د بلخ-جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی.
عبدالباري چې د ارزګان ولايت د سرخوم سيمې اوسيدونکی دی طالبانو څخه د مرستو غوښتنه کوي او زياتوي چې یا دې طالبان ورته کار زمینه برابره کړي او یا دې ورسره مرسته وکړي ځکه په کور کې خوراک لپاره څه نه لري.
ټول ښار هغه کسانو نېولی چې د حيواناتو او کرنيز درمل پلوري بس د هر چاچې زړه وغواړي يو دوکان جوړ کړي او خلکو ته دغه درمل ورکوي، زموږ خلک په هيڅ هم نه پوهيږي ورته راځي او دواګاني ورڅخه وړي ددي کار مخه دي حکومت ونيسي
د طالبانو د پوځي زده کړو د برخي مسول عمر وايي، تازه فارغه شوي کسانو ته يې په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړي دي او په خبره يې چې د پخوا په پرتله اوس ددغو نظاميانو په چلند کې تغير راغلی دی.
دې کمېسیون ارزګان کې رسمآ خپلې چاري پېل کړې چې د ملي امنیت ریاست په مشرۍ به د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي به هم په کې برخه لري.