په افغانستان کې چې د جنګي جناياتو کومې ادعاوې شوي، د هغو په اړه يوه مهمه سپارښتنه داده چې غرامت يې ادا کړل شي.
په ۲۰۱۶ز کال کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتیري، کیون فراست په افغانستان کې د اسټرلیا د جنګي جرمونو تورونه عام کړ او دا ادعا یی وکړه چې د رابرټس سمت په نوم یو استرالیایي سرتیري د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په میاشت کې په ارزګان کې یو لاس تړلی جنګي بندي چې علي جان نومید، په غیرقانوني ډول له یوې لوړې پښتې په لغتو کارته را وغورځوو او مړ یې کړ.
اسټرالوي ځواکونه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو برخه وو، چې دوې لسيزې يې په افغانستان کې حضور درلود.