پريسا مبارز په تخار کې د ښځو د اعتراضي حرکت مسووله ده. دا په تخار کې د ښځو د تکواندو لوبډلې روزونکې هم وه.
يوه بله اعتراض کوونکې ښځه هم وايي، چې طالبانو يې اعتراض په تاوتریخوالي بدل کړی او اعتراض کوونکې یې وهلې ډبولي دي.
د بښنې نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي وايي، په تېرو لسو ورځو کې د بشري حقونو درې ښځينه مدافعانې، ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او د هغوى همکاران د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
دغو اعتراض کوونکو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو بنديزونو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډله ښځځپونکې ده او غواړي چې ښځې له ټولنې حذف کړي.
طالبانو غوښتل چې زه ووايم موږ غرب او نړيوالې ټولنې خطا کړي يو او له اروپايي اتحاديې او يوناما څخه مو پيسې اخيستې دي. له ماشومتوبه تر اوسه چې مې کوم دردونه ليدلي دي، لامل يې طالبان دي.