د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض او د ښځو او نجونو د بنسټیزو آزادیو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې کوم کسان د بشري حقونو د دفاع په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو خبرې کوي، له خپلسرې نيونې، ګواښ او سانسور سره مخ کېږي.