سوداګر د طالبانو حکومت د دوی د سر او مال خوندیتوب په برخه کې د طالبانو حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، د طالبانو په رژیم کې د ډاډمن امنیت هېله ناسمه ثابته شوه.
په دې وروستیو ورځو کې د کابل په لویدیځ د شیعه ګانو ګڼ مېشتو سیمو کې د محرم ویر کوونکو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.
پاکستان تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې د تاجکستان له وسله والو ځواکونو سره به د اطلاعاتو په برخه کې د ظرفيت جوړونې او فني تخصص د شريکولو په لړ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر د سویل ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې د ځینو ولسوالیو او سیمو د امنیت خوندیتوب په اړه یې خلک اندېښمن دي او د دوی په نظر چې په روانه مې میاشت کې به پکې د وسله والو طالبانو فعالیتونه او د هغوی بریدونه زور واخلي، خو د یادو ولایتونو امنیتي چارواکي او سرتیري ډاډ ورکوي، چې د تل په څېر به د دې سیمو او ولسوالیو امنیت ساتنې لپاره پوره هڅه کوي.