د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستيالۍ دفتر ويلي، چې دا پروژه يو زر او ۴۶۸ کيلومټره ده او ويل کېږي چې دا پروژه له نهو ولايتونو، ۲۷ ولسواليو او ۸۰۰ کليو تېرېږي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان له لوري د غوريان تمځای يې له ټولو تجهيزاتو سره ايران ته سپارلی تر څو ايرانی لوری خپل تخنيکي دفترونه فعال او د هرات–خواف د اورګاډي پټلۍ پاتې نيمګړتياوې بشپړې کړي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د دې ادارې سرپرست پاکستان ته د سفر پر مهال د دې هيواد د اورګاډي پټلۍ د وزارت له مرستيال ظفر زمان رانجا سره د افغان – ټرانس د اوسپنې پټلۍ په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.
قمي ليکلي، چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ پرانيسته، په چابهار بندر کې د سوداګريزو فعاليتونو زياتول او په سرحدي ترمينلونو کې د ترانزيټي خنډونو لېرې کول د دوه اړخيزو خبرو اساسي موضوعات و.
د سرچينو په وينا، سوګدايانا شرکت له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګريزو او ترانزيټي مالونو د انتقال مسووليت درلود.
د دې لویو پروژو پرانستې مراسم چې د افغانستان او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو ترمنځ په انلاین ډول نیول شوي و، د یادو پروژو پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.