له ايران څخه يوه سرچینه دغه ځوان د عصمت الله په نوم یادوي او ادعا کوي چې نوموړی تېره ورځ (شنبه، ۲۸ د سلواغې) ناوخته د «قلګان» مرز سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پیښه تېره شپه (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) رامنځته شوې او طالبانو د وژل شویو افغانانو جسدونه د نیمروز ولایتي روغتون ته را انتقال کړي دي.
د سيمې يو اوسيدونکی بیا وایي، د ماسپښين د لمانځه پرمهال يې د کور سره نږدې ډزې روانې وې کله چې له کور څخه بهر وتلی دوه ټپیان يې ليدلي دي.
سرچینه وژل شوی کس د رحمت الله په نوم یادوي او ادعا کوي چې نوموړی په خپل کلي کې د ایراني ځواکونو د برج څخه په ډزو وژل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، نښته د نیمروز ولایت ګنک ولسوالۍ اړوند د «ماککې» په سیمه کې پېل شوې چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اوریدل کېږي.