د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي اتمر په دې اړیکه کې له ترکیې د «باور وړ» هېواد په توګه د افغان سولې دویم پړاو خبرو د کوربه توبه له تیاري ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د سره صلیب کمېټې عمومي مشر رابرت ماردیني په افغانستان کې د ورځ تر بلې زیاتېدونکي تاوتریخوالي، په ناامنه سیمو کې زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره د محدودو منابعو او د دې بنسټ د اړتیاوو ارزونې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.