د ننکرهار خلک د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې لوستي ځوانان دې پر دولتي دندو وګماري او نورو بې روزګاره ځوانانو ته دې د دایمي کار روزګار زمینه برابره کړي.
د ترینکوټ ښار اوسیدونکي زیاتوي، له یوې خوا د ښار په بازارونو هر څه ګران شوي او له بلې خوا د کار روزګاز درک نشته چې ځوانان کار وکړي.
د لغمان اوسیدونکي هم شکایت کوي چې د سیاسي تحولاتو وروسته په دغه ولایت کې بې روزګاري زیاته شوې چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسوولین هم مني، چې د طالبانو راتګ سره زیاتره ښځینه ژورنالېستانې بې روزګاره شوي او یو شمېر یې له روانې ناروغیو ځورېږي.
د خوست ولایت یو تن قومي مشر اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه چې په دندو دي له خپلو دندو ګوښه نه کړي.
اسماعيل په نوم یوه لاریون کوونکي په قهرجنه لهجه وویل، چې له څو مياشتو راهیسې هره ورځ ښار ته د کار په لټه راوځي خو په خبره يې هېڅ ورځ یې کار ندی موندلی.
عام خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې په هیواد کې د شته اقتصادي بحران مخنیوي او ولسي خلکو ته د کاري زمینو د برابریدو برخه کې پاتې راغلي، چې له امله یې ځوانانو نشو ته مخه کړې.
د هلمند ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمير هغه ماشومان چې د کورنۍ سرپرستان يې په تيرو جګړو کې وژل شوي اوس د زده کړو پرځای درانه کارونه کوي.