ټولې درې پیښې شوي، اوله پېښه د زابل له ولايتي روغتون سره رامنځته شوې، دوه نورې هغه د جلدک ولسوالۍ کې رامنځته ته شوي، چې پر مهال دوه کسه شهيدان شوي او شپږ زخميان دي
د هلمند ولایت په مرکز، مارجی، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په جلا ترافیکي پیښو کې دوه تنه مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټيیان شوي دي.
د خوست ولایت د ملکي روغتون ریس ډاکټر سید انور اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۰ نور په کې ټپیان دي.
خبرپاڼې ليکلي چې دغه پيښې د تيرې يوې اوونۍ پرمهال په واشېر، ناوې، سنګين، کجکي، نادعلي، مارجې، هلمند ـ هرات او هلمند ـ کندهار پر لویه لار او ولسوالیو کي رامنځته شوي دي.
عام خلک بیا وایي، د اختر شپو ورځو پر مهال چې ګڼه ـ ګوڼه زیاته وي نو ډیر کله د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
کوچني اختر
ورځو کې
د کابل-جلال اباد، کونړ-جلال اباد، تورخم-جلال اباد او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو له امله ۱۳۲ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوي، چې زیاتره یې نوي ځوانان دي.
زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل چې د اختر په تېرو څلورو ورځو کې په زابل کې د ترافیکي پیښو په نتیجه کې څه باندې ۲۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د خپل منځي شخړو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه دولت شاه ولسوالۍ کې د صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یو کس مړ شوی او د پنځو ښځو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
دوی زیاتوي چې یادو کسانو کې ۱۴۷ تنه نارینه، ۵۳ ماشومان او ۲۴ میرمنې شاملې دي چې ټول میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.