د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د نظارت رييس عبد الحق حماد د دې بنديز لامل د ازادۍ راډیو له لوري «یو اړخیز نشرات او ژورنالیستکي» اصل ته نه پاملرنه ګڼلې.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا په هدفي وژنو کې په نښه کیدل.
ګلینسکي د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیانیه کې څرګنده کړې چې د واټس اپ له لارې د طالب چارواکو له ځورونې او ګواښونو سره مخ شوې ده.
یوناما لیکلي: «راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه او د دوی پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو د مجازاتو معافیت پای ته رسولو کې مرسته وکړو.»
د خبريالانو نړیوال فدراسيون ويلي، چې د شکاياتو د کميسيون په وسيله يې غوښتنه کړې چې د خبريالانو د حقونو او افغانستان د رسنيزو حقونو د نقض ارزونه دې وشي.
نوموړي زیاته کړه تورخم ته د تګ پرمهال یې د کمیسار سره خبرې هم شوې وې. نوموړي سره د جاج نیوز وېبپاڼې خبریال جاوېد رازمند هم و چې وهل ډبول شوی دی.
هغه د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو لپاره له ټاکل شوې کمېټې غوښتنه وکړه، چې یاده موضوع جدي وڅیړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د طالاعات روز خبریالانو په قضیه کې ښکېل دي.
سایره سلیم یوه بله ښځینه ژورنالیسته ده چې کلونه یې د ننګرهار په یوې محلي رسنۍ کې کار کړی، خو د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوې او نه شي کولی دندې ته لاړه شي.
نوموړی د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره د قانون او د مشخصې پالېسۍ نشتون هغه ستونزه ګڼي چې له کبله یې خبریالان ډیر کله د راپور په جوړولو کې حیران وي.
د خبریالانو مرکز د تاوتريخوالي او رسنيزو ازاديو د تروړنې د پېښو زياتېدو او په ځانګړې توګه په هيواد کې د خبريالانو د تهديدولو او نيونو د دوام په په اړه جدي انديښنه ښودلې او د پايلو په تړاو يې خبرداری ورکړی دی.