یارمل همداراز وايي، پولیسو د کابل- جلال آباد پر لویه لار د ګنداب سیمه کې ۶۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له کله راهیسې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شوي ورسره سم په ټولو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.
روغتیایي چارواکي اندیښنه لري او وایي، چې په ختيځ کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
ختیځ کې د اترا ادارې رییس رحیم الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبروکې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو د کمرزي فعالیت ستونزه تر یوې اندازې مني خو وایي، هڅه کوي د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
هغه وايي، د خپل ولایت د نوم له ورمعرفي کېدو وروسته یې په دې تور د تګ مخه ونیوله، چې ننګرهار کې د داعش فعالیت ډېر شوی دی.