د ننګرهار ترڅنګ په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم له ګڼ شمېر خلکو ژوند اخیستی او همداراز یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې په ټول ختیځ کې څه باندې اته لکه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو د مارکيټ نشتوالی د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.
No More Content