زابلي زیاته کړه:«د یوې حقوقي موضوع پر سرشخړه رامنځته شوې، یعنې د یوې کورنۍ پر بلې کورنۍ قرض و او کله چې یې قرض غوښتی نو دا پېښه رامنځته شوې.»
خبر پاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د خپل منځي شخړو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼې ليکلي چې دغه پيښې د تيرې يوې اوونۍ پرمهال په واشېر، ناوې، سنګين، کجکي، نادعلي، مارجې، هلمند ـ هرات او هلمند ـ کندهار پر لویه لار او ولسوالیو کي رامنځته شوي دي.
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري عبد القاهر متوکل نن (پنجشنبه، ۳۱ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پیښه د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان «بالا ده» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينه ادعا کوي، چې نښته د «يوه کم عمره ماشوم» پر سر شوې ده. دا سرچينه طالبان په بجهبازي تورنوي. د سرچينې په وينا چې یاد طالبان پښتانه او د جنوبي ولايتونو څخه دي.
هلمند کې دطالبانو د اطلاعات فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه، بغني او نادعلي ولسواليو کې اووه کسان په خپل منځي شخړو کې ټپیان شوي چې د دو تنو روغتيايي حالت د انديښني وړ دی.
قریشي همدا راز زياته کړه، چې دوهمه پيښه هم تيره ورځ د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې یو کس د خپل شخصي دښمن له لوري وژل شوی دی.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ګرشک، کجکي، ګرمسېر، او باباجي ولسوالیو کي جلا پیښې رامنځته شوي چې یو کس پکې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند «شروع خیل» سیمه کې د اسلم او ظاهر خان کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوي، چې پرمهال یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.