په دې غونډه کې د ازبکستان، چين، ايران، پاکستان، روسيې، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د افغانستان په اړه د تاشکند ناسته نن (سېشنبه، ۴ د زمري) د ازبکستان په پلازمېنه کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د امریکا په ګډون څه باندې ۲۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.
د امريکا ځانګړي استازي ویلي، چې امريکا له افغانستان سره د نړۍ يو له مهمو بشري مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی او له نړيوالو مالي بنسټونو سره به د روغتيا، پوهنې، تغذيې او د افغانانو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.