داعش ويلي، چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر وتوانېد چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخ کې بريد وکړي. د داعش له ادعا سره سم، په دې بريد کې د «ډيپلوماټانو» په شمول ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني پولیسو له لوري په کراچۍ کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور یو شمیر هغه نیول شوي افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو تل له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له ډیپلوماتیکو لارو د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او د افغانانو ښه کوربه توب وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست وزیرمولوي امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.