د طالبانو ویاند زیاته کړې چې دا غونډه «د خلکو د هیلو او غوښتنو په اساس» جوړیږي او د ټولو ولایتونو او ولسوالیو دیني عالمان او قومي مخور به په کې ګډون وکړي.
سپکو همدا راز وايي: «دويم، له افغانستان سره د متحده ايالاتو بشري او يا نورې مرستې کولای شي چې طالبانو ته په غير ارادي ډول په نړيواله او کورنۍ کچه مشروعيت ورکړي.»
وېسټ لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د خرابېدونکي وضعیت او په یوه باثباته، سوکاله او سوله ییز افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې.
په دې ليکنه کې د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د پوهانو نظريات او اندونه را اخلو او همدا راز به د طالبانو د ادارې د نه مشروعيت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړو.