ټولې درې پیښې شوي، اوله پېښه د زابل له ولايتي روغتون سره رامنځته شوې، دوه نورې هغه د جلدک ولسوالۍ کې رامنځته ته شوي، چې پر مهال دوه کسه شهيدان شوي او شپږ زخميان دي
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي د هلمند ولايت باباجي ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله څلور ښځي او دوه نارينه ټپیان شوي او يوه بله ښځه مړه شوې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې نن (شنبه، ۲۸ د غبرګولي) او پرون د هلمند ولايت په نادعلي، مارجې، باباجي او واشېر ولسواليو کي د بېلابيلو ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.
هلمند کې طالب مسوولین وایي، په دې ولایت کې دوه جلا ترافیکي پیښې شوي چې یو موټر د زیات سرعت له امله یو ه جلۍ وهلې او مړه کړې یې ده او په بله پیښه کې یوې رکشې او پاسو موټر ټکړ کړی چې په رکشه کې ناست کسان ټپیان شوي دي.