هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، له دغې میرمنو له ډلې دوې د کندهار څخه میلمنې راغلې وې او یوه یې کوربنه وه چې میلمنې ژغورل شوي او کوربنې ژوند له لاسه ورکړی دی.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي لیکلي، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په پېج درې، خاص کونړ او آسمار ولسوالیو کې د سیند په اوبو کې شپږ کسان مړه شوي.