ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي، چې څارنوالان په سيسټماټيکه توګه څنډې ته شوي او نشي کولای چې د عدالت په پلي کېدلو کې ټاکونکی رول ولري.
د طالبانو ټوله سياسي فلسفه او کړنلاره داده چې د خپل تعبير شريعت تطبيق کړي. په دې شريعت کې د وږيو د ډوډۍ موندلو خبره او طرحه نشته او نه هم د پرمختګ کومه پالیسي په سر کې لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي وايي، چې پخوا به حکومتونو خپل مخالفين په پوځ سره ځپل او پوځ به پوهېده چې امر د شريعت خلاف دی خو مخالفت به يې نه کاوه.
که طالبان يو دولت فرض کړو، نو په دې کې شک نه شته چې د دې احکامو اجرا کول له دوی سره د هغو مشکلاتو په حل کې هيڅ مرسته نه کوي، چې ورسره مخ دي.