د صوفیانو د جومات مشر ویلي و، چې په بريد کې د ده وریرونو په ګډون تر ٥٠ زيات کسان وژل شوي دي. عیني شاهدانو له ۷۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو او لسګونه نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.
په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى نوملړ ښيي چې ٢٢ ټپیان د پل سوخته یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالب ځواکونو ننګرهار کې د عملیاتو پرمهال له دا عشیانو يو موټر بم، درې رکشې، يو زرنج موټر سايکل، ۶ میله کلاشینکوف، څلور میله تفنګچې، چسپکي ماينونه او نور ګڼ شمیر چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
يوناما ويلي، چې د طالبانو پوليس د ښځو پر سفر د محدوديتونو د تطبيق په هڅه کې د می مياشتې پر لومړۍ نېټه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د يوې نړيوالې موسېسې دوې ښځينه کارمندانې له محرم پرته د سفر کولو په تور ونيولې.
دغه راز سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې بریالي شوي دي.
نوموړی وايي، داعش پخوا په افغانستان کې یو ستر ګواښ و، خو اوس په افغانستان کې ښکاره حضور نه لري.