په پنجشیر او تخار ولایتونو کې هم د ملکي وګړو د وژلو، نیولو او شکنجو راپورونه ورکړل شوي دي. په تخار کې ادعا کېږي، چې طالبانو پر استوګنیزو سیمو هوایي بمباري کړې.
د «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې د طالبانو یوه چورلکه یې په پنجشیر ولایت کې نسکوره کړې ده او د طالبانو د یو قومندان په ګډون یې دوه پیلوټان او دوه د الوتنې انجنیران نیولي دي.
یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دغه زوی او پلار نن (دوشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په «یلاقنشین» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.