اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې...
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي وايي، چې پخوا به حکومتونو خپل مخالفين په پوځ سره ځپل او پوځ به پوهېده چې امر د شريعت خلاف دی خو مخالفت به يې نه کاوه.
ستانکزی زیاته کړه، که غواړو د نړې سره سیالي وکړو؛ باید زده کړې وکړو او دا یوازې په واسکټ او پټکي نه کېږي؛ ساینس، کیمیا او جعرافیه باید زده شي.
تر دوو کلونو زيات وخت کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو راګرځولې دي. دې ډلې په یاده موده کې په ځلونو ژمنې کړي چې د نجونو ښوونځي پرانيستل کېږي، خو دا ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي.
ستانکزي نن (سې شنبه، ۵ د تلې) په کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې لمانځغونډې پر مهال زیاته کړه، چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان د خلکو حیثیت په اړه داسې څرګندونې نه کوي چې افغانستان پرې بدنام کړي، دا تجارت دې بس کړي.
ستانکزي زیاته کړه، چې په تېر کې مجاهدینو له شوروي ځواکونو سره له اوږدې جګړې وروسته هغوی ته ماتې ورکړه، خو د قدرت طلبۍ او شخصي ګټو لپاره یې ونه شوای کولی، چې په هیواد کې اسلامي نظام حاکم کړي.