سيمهييزو سرچينو زياته کړې چې په دې پېښه کې د «محمد اکبر روفي» په نوم يو تن وژل شوی.
بامیان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې د دې ولایت د يکاولنګ لومړی نمبر ولسوالۍ اړوند «شاطو کوتل» سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یوه ښځه مړه شوې.
دولتي ځواکونو د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه د جمعې په ورځ د هرات ښار ختیځ کې د اوبه ولسوالۍ قرارګاه تشه کړه. د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري اطلاعات روز ته وایي، چې دا ولسوالۍ د ۴۰ ورځو محاصرې او د مرستندویه ځواک نه رسېدو له امله، د طالبانو په لاس سقوط شوه.
د پشتکوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالناصر نوراني وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۵ غویي) د دې ولسوالۍ په «ملا اباد» کلي کې رامنځته شوې.
ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي همایون شهیدزاده اطلاعات روز سره خبرو کې، د لاش و جوین ولسوالۍ د نسکورېدو او د دولتي ځواکونو زیاتې مرګ – ژوبلې لامل، د اکمالاتو او هوایي ملاتړ نه رسېدل یادوي.
د فراه والي تاج محمد جاهد اطلاعات روز سره خبرو کې دغه اورلګېدنه «سخته» یاده کړه او ویې ویل چې د دې اور کابو کولو لپاره په دې بندر کې امکانات نشته.
ښاغلي قانع اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې قوماندان تر وژنې وروسته، طالب جنګیاليو تېره شپه (شنبه، ۱۷ لړم) د دې ولسوالۍ د پولیسو قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی او اور یې ورته کړی دی.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ د دې ولایت په مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
یادې ادارې نن (شنبه، ۲۵ د سلواغې) له خپلې فیسبوکپاڼې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کانال د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د موسمي سیلابونو کنټرول لپاره جوړ شوی دی.