د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعام الله صلاح الدین د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دغه کان یو ټن استخراج قراردادي شرکت ته په ۲۴۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوی
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ۲۵ کیلو ګرامه بېلا بېلې قیمتي ډبرې چې پاکستان هیواد ته قاچاقېدلې نیولې دي.
په تېر جمهوري حکومت کې دغه ډبرې کيلو په پنځه افغانۍ پاکستان او نورو هيوادونو ته قاچاق کېدلې،خو واک د طالبانو له رسېدو سره سم دوی د وزارت په لابراتوار کې دا ډبرې معاينه کړې چې تر ۳۰ سلنه يې ليتيم درلود نو ځکه يې کاروبار او استخراج بند شوی دی.