د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي شپيته کلن غلام حضرت هغه د اوږ عمر څښتن دی، چې سږ کال فارغ شو، هغه د فراغت پر لومړۍ ورځ دوه غوښتنې درلودې، لومړی يې له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د زده کړو کولو لپاره ناوخته نه دی او ټينګار يې وکړ چې خپلو زده کړو ته بايد دوام ورکړي او هم يې له حکومت فارغ شويو کدرونو ته د کاري زمينې په برابرېدو غوښتنه وکړه.
خیرخوا زیاتوي: «حکومت په یوې جامع طرحه کار کوي او په دې طرحه ډیر کار شوی چې له مخې به یې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او په دې طرحې سره به بیا په تحصیلي برخه کې ستونزه نه پیدا کیږي.»
د يو شمېر نجونو د کورنۍ غړي د طالبانو پرېکړه ظالمانه ګڼي او وايي چې د ښځو پر خلاف د دې ډلې سخت دريځي اقدامات د اسلام له دين څخه د «بدبينۍ» او «تنفر» لامل کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې طالبان دې پر خپل تصميم له سره غور وکړي.
اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو چارواکي وایي چې ایران د دې ولایت د پوهنتون استادانو ته په ايران کې...
په تحصيلي نهادونو کې سرچينو له اطلاعات روز سره په خبرو کې دا مکتوب تاييد کړ، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه څه نه وايي.
کندهار د یوه خصوصي پوهنتون محصلې اسما وویل، د طالبانو حکومت بايد پر خپلې وروستۍ پریکړې له سره غور وکړي او د ټولو نجونو پرمخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونيزو مرکزونو دروازې پرانيزي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې افغانستان اوس مهال هر کال يو ميليارد ډالر پر ښځو د محدوديتونو له کبله له لاسه ورکوي.