هرات ولایت روان کال تر بل هر وخت ډېر د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد دی. په تازه پېښه کې طالبانو ډلې په فرسي ولسوالي کې دوه موټربمه والوځول. د یکشنې په ورځ (د غویي په ۱۲مه) دا چاودنې دومره زورورې وې، چې د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ او دغه راز څو کورونه او هټۍ یې ویجاړې کړې. د هرات والي سید عبدالوحید قتالي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د طالبانو دې بریدونو پایله کې، پنځه دولتي سرتیري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.