په خوست ولایت کې زیانمن خلک وايي، په تېرو دوو ورځو کې د پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له امله یې د کرنیزو ځمکو سربېره د استوګنې کورونه هم نړېدلي دي.
د پکتیا احمد اباد ولسوالۍ طالب مسوولین له دې ولسوالۍ خلکو سره شوې مرسته په خپلو نظامي کسانو ویشي او موسېساتو ته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت له نږدې وګوري.
په همدې حال کې بیا د خوست ولایت ورزشکاران هم دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ مهمې بولي خو غوښتنه کوي چې په ورزشي برخه کې دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
د پکتيکا ولايت يو تن قومي مشر خان ولي کټوازي وويل، چې د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو وزارت تر چتر لاندې د زون، ولايت او ولسواليو په کچه د ديني عالمانو او قومي مشرانو کمېټې ټاکل شوي، چې هدف يې د پخوانيو قومي ستونزو حل او په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنيوی دی.