کونړ کې د طالبانو ګرځندوی امر محمد منیب وایي، چې د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې د هیواد له بېلابېلو ولایتو راغلي ۸۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تفرېحي سیمو لیدنه کړې.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي وایي، چې دغه ترافیکي پیښې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د نجیبې خپلوان د هغې تابوت هم عدلي طب ته راوړي. لاس هم تابوت کې ږدي. د مازدیګر شاوخوا څلور بجې، له هغې ځایه تابوت دشت برچي کې د اما حسن مجتبی جومات ته وړي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي لیکلي، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په پېج درې، خاص کونړ او آسمار ولسوالیو کې د سیند په اوبو کې شپږ کسان مړه شوي.
د طالبانو مشر په خپل پيغام کې ويلي، چې «موږ د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې په يو بهانه او نوم زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.»