د سرچنې په وينا، دغه کس لومړی وژل شوی او بيا يې جسد د دې ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې غورځولی دی. د وژل شوي کس کورنۍ لا تر اوسه نده معلومه او جسد يې د کلي د خلکو له خوا روغتون ته انتقال شوی دی.
راشد زیاتوي، وژل شوی کس اصلي د هلمند د بشران ولسوالۍولسوالۍ اوسیدونکی دی او د څه مودې راهیسې یې باباجي ولسوالۍ کې ژوند کوه.
ممتاز شیرزی د مرکز اړوند درکوټي کلي اوسېدونکی و، د هغه خپلوان وايي، ممتاز له کوم چا سره شخصي دوښمني نه درلوده او د کورنۍ یوازینی سرپرست و.