اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ اعلان کړی چې د کابل شهرنو پارک د خصوصي سکتور له لوري د ۱.۲ ميليارده افغانيو په لګښت بيا رغول کېږي.
د دې ادارې د اعلاميې له مخې، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون (يکشنبه، ۱۵ د زمري) د دې پارک د بيا رغونې د کار پرانيستنه کړې.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې د کابل شهرنو پارک ۹.۹ هکټاره مساحت لري او د بيا رغونې کار به يې د دریو کلونو په موده کې د خصوصي سکټور له لوري بشپړ شي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيالۍ ويلي، چې د دې پارک د بيا رغونې په طرحه کې تر ځمکې لاندې د سوداګريز مرکز جوړول، سوداګريز کمپليکس، د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز، د فوټسال ميدان، څو تفريحځايونه، څو ريسټورانټونه، مسجد، د لامبو وهلو ډنډ او د نقليه وسايطو پارکينګ په نظر کې نيول شوي دي.
دې ادارې ويلي، چې د کابل د شهرنو پارک د بیا رغونې پروژه د کار تر بشپړېدو وروسته له ټولو تجهيزاتو سره کابل ښاروالۍ ته سپارل کېږي.
د افغانستان پخواني دولت هم اعلان کړی و چې په دې ځای کې يو لوی کلتوري مرکز رغوي او په همدې موخه د هيواد يوه تر ټولو لرغونې سينما د اشرف غني د لومړي مرستيال امر الله صالح په امر د ۱۳۹۹ کال د لړم مياشتې پر ۱۹مه ونړول شوه.