طالبان: ازبکستان له امو سيند څخه د خپلې حقابې د تأمين په موخه د قوش تیپې کانال بشپړیدو کې همکاري کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ دفتر وايي، چې ازبکستاني پلاوي له عبدالغني برادر سره په خبرو کې ويلي، چې ازبکستان تيار دی چې له امو سيند څخه د خپلې حقابې د تأمين لپاره د قوش تیپې کانال په بشپړولو کې همکاري وکړي.

دا پلاوی د بهرني سياست په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عبدالعزيز کاملوف په مشرۍ پرون (چهارشنبه، ۲ د وري) کابل ته راغلی و او د طالبانو د رییس الورزا د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په شمول يې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د رییس الورزا د اقتصادي مرستيالۍ دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ازبکستاني پلاوي له عبدالغني برادر سره د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، ټرانزيټي، اورګاډي پټلۍ او برېښنا د پروژو په اړه خبرې – اترې کړې دي.

برادر ويلي، چې د طالبانو حکومت د تېر يوه نيم کال پر مهال له ازبکستان سره «ښې» سياسي او اقتصادي اړيکې درلودې او د لا پراختيا لپاره يې هڅې کوي.

د ازبکستاني پلاوي مشر عبدالعزيز کاملوف ويلي، چې هيواد يې په نړيوالو فورمونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او تيار دي چې له طالبانو سره په زيربنايي پروژو کې همکاري وکړي.

د عبدالغني برادر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: «ازبک پلاوي ويلي چې ازبکستان تيار دی چې د نړيوالو نورمونو په مراعتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له امو سينده د حقابې د لاسته راوړلو او د افغانستان ټولو امتيازاتو او حقونو ته په پام کولو له اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) سره د قوش تیپې کانال د کار بشپړېدو په برخه کې همکاري وکړي.»

عبدالغني برادر د ازبکستان لوري ته ډاډ ورکړی چې د قوش تیپې کانال به د افغانستان او ازبکستان دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي او دا دوه ګاونډي هيوادونه به نور هم سره نږدې کړي.

ده ويلي، چې طالبان تيار دي دا پروژه د ګډ تفاهم له مخې بشپړه کړي.

د قوش تیپې کانال چې اوږدوالی يې ۲۸۵ کيلومټره او پراخوالی يا عرض يې ۱۵۲ مټره دی، د بلخ ولايت له کالدارې ولسوالۍ را پيلېږي او له بلخ او جوزجان ولايتونو په تېرېدو د فارياب تر اندخوی ولسوالې پورې رسېږي.

ټاکل شوې چې د دې کانال کار د پنځو کلونو په موده کې په دریو مرحلو کې بشپړ شي. د دې پروژې لګښت ۶۰ ميليارده افغانۍ ښودل شوی دی.

د قوش تیپې د اوبو کانال يوه له لويو طرحو څخه ده چې کولای شي له امو سيند څخه د افغانستان سهم تأمين کړي.

يو شمير کارپوهان وايي، چې که دا پروژه بشپړه شي، شونې ده چې د اوبو پر سر سيمه‌ييزې شخړې زياتې کړي.

د دوی په وينا، دا پروژه د ازبکستان پولې ته نږدې هغه اوبه د افغانستان لور ته را اړوي چې په هغه هيواد کې د پنبې د کښت لپاره کارېږي او د خلکو لپاره یې تر ټولو لویه بوختیا بلل کېږي.