لوګر د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کیږي، هلته هم د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند وايي، په لوګر کې یې د وسله والو طالبانو لوی بریدونه په شاه تمبولي دي، نوموړی په دغو بریدونو کې ۱۵ وسله والو طالبانو او ۱۰ د ملي اردو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو پر مهال ۱۲۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې او همداراز یې لسګونه واړه او لوی کلي له وسله والو تصفیه کړي دي. ښاغلی نیازی وایې، هڅه کوي چې د یادو ولسوالیو له تصفیې وروسته عملیات د حصارک ولسوالۍ ته هم وغځوي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره اونۍ په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړو او د عملیاتو پرمهال ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبان سیمه ییز قومندانان او د سرې قطعې مهم غړي هم شامل دي.