ببرک چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره موټر چلووي وایي، په هر ځای کې ترې طالبان د ترانسپورټي پرچې په نامه له شل افغانیو نیولې آن تر ۶۰ افغانیو ترانسپورټي ټکس اخلي.
عام خلک هم د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د یاد سیستم له فعالیدو هرکلی کوي، خو د خلکو په خبره طالبانو ته په کار ده چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره په اساسي ستونزو غور وکړي.
یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې غلو د سید کرم ولسوالۍ په «عملګۍ» سیمه کې له ۸۰ ډریورانو پیسې او نور وسایل اخیستي او وروسته یې ورته د تګ اجازه ورکړې ده.
په ننګرهار د تیلو د سوداګرو د اتحادې منشی سیف الدین ستوري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل د ځینو بندرونو له لارې د نفتي موادو کم واردیدل، جګړې او د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونه زیاتیدل یادوي.
عبدالمجید چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره بکسه موټر چلوي پر یاده لاره د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د طالبانو له لوري پاکستاني لاس موټرو ته د موقتي «درې کلن» اسنادو ویش یادوي.
د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی محمدولي چې غواړي کندهار ولايت ته سفر وکړي وايي، چې که څه هم اوس مهال د تيلو قيمتونه ټيټ شوي خو، موټر چلونکي لاهم له دوی څخه لوړه کرايه اخلي.
دوی غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي بايد هر وخت او په ځانګړې توګه د واورې او باران د ورښت پرمهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د هرات د ټولګټو ریاست د شمېرو له مخې، هره ورځ په منځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د هرات – اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي. د هرات ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلام قلعه ګمرک په لس کیلو مټرۍ، میرداوود او شیدایي کې د لوړ تناژ مشخصولو تلې فعالې دي او د دې تلو فعالیت په ۹۶ کال کې ځنډېدلی و او له یو کال وروسته یې فعالیت له سره شو.