د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، لومړی برید د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم په وسیله شوی دی.
وحیدالله جمعه زاده وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني د قرهباغ ولسوالي پر ودانۍ هم بریدونه کړي، چې په خبره یې په متقابلو بریدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.
د پکتیا ولایت رسنیو دفتر خپره کړې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د دوو جوماتونو په ګډون له ۵۰ زیات کورونه زیانمن او له ۳۰ زیات ماشومان، ښځې او لویان ټپي شوي دي.
دغه چارواکي وایي، یاده چاودنه نن سهار (شنبه، ۱۱ د سلواغې) د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه شوې ده.
په همدې حال کې د کندهار عامې روغتیا مشر طاووس نادري اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه یو وژل شوی او ۳۶ ټپيان د یادې پېښې له ځایه د میوند ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.